د لوګر محمدآغه کې د شېدو ټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
![د لوګر محمدآغه کې د شېدو ټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/2222.jpg)
۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دلوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې په ولسوالی کې د شېدو ټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دلوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې د شېدو ټولولو یاد مرکز دهالینډ کمیټې په مالي همکارۍ د محمدآغې په ولسوالی کې جوړ شوی، چې ورسره د یاد مرکز مسوول ته ۴۴ قلمه د شېدو ټولولو اړین توکي هم ورکړل شوي دي.
د یادو مرکزونو جوړولو څخه موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، حیواني محصولاتو ته بازار موندنه، کاري فرصتونو برابرول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.