هلمند کې ٤٨ بزګرو ته د جوارو ننداریزې کروندې جوړېږي
![هلمند کې ٤٨ بزګرو ته د جوارو ننداریزې کروندې جوړېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240702-wa0173.jpg)
۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي او ناوې ولسوالیو ٤٨ بزګرو ته په خپلو ځمکو کې د جوارو ننداریزې کروندې جوړېږي.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ننداریزو کروندو جوړولو په پار یادو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخم، توره او سپینه سره او دغه راز د ځمکې جوړولو او تخم کرلو په پار نغدې پیسې ووېشل شوې، ترڅو دوی یې په خپلو ځمکو کې ددې ادارې د کارمندانو د لارښؤنې مطابق په کتاري ډول وکري او ورڅخه د قناعت وړ حاصلات لاسته راوړي.
دغه مرستې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي لګښت چمتو شوي دي تر څو د بزګرو په کرنیز اقتصاد کې نوښت او بهبود رامنځته شي.