د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د خلکو د جایدادونو د استملاک په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Jul 02 2024 9:25 AM
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رياست کې جوړه شوې وه غونډه کې، چې د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات، د برېښنا شرکت د برنامو رییس ډاکټر عبدالقاهر عابد، د اراضۍ لوی رياست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب، د تصفيې رياست د تصفيې او تثبيت حق مالکيت آمر عبدالرب صمدي، د کدستر رياست د تخنيکي کنترول آمر احمد فواد ميران، د برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې مسؤل نورالله حنيف او د دغو رياستونو د اجرائيه څانګې مدیرانو ګدون درلود د کاسا ۱۰۰۰

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رياست کې جوړه شوې وه غونډه کې، چې د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات، د برېښنا شرکت د برنامو رییس ډاکټر عبدالقاهر عابد، د اراضۍ لوی رياست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب، د تصفيې رياست د تصفيې او تثبيت حق مالکيت آمر عبدالرب صمدي، د کدستر رياست د تخنيکي کنترول آمر احمد فواد ميران، د برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې مسؤل نورالله حنيف او د دغو رياستونو د اجرائيه څانګې مدیرانو ګدون درلود د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د خلکو د جایدادونو د استملاک په اړه خبرې اترې وشوې.
په پيل کې د برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې مسؤل د دغه پروژې او د الوان دښتې ۵۰۰ کيلواټه او ۲۲۰ کيلواټه پروژې د خلکو د جایدادونو د استملاک په برخه کې د اراضۍ لوی رياست د مختلفو څانګو  له مسؤلینو سره د اجراآتو او د شته ستونزو په اړه خپل نظر شریک کړ.
ورپسې د اراضۍ لوی رياست د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات د يادو پروژو د استملاکي کارونو او په دې اړه د اجراآتو چې په کوم ولايت کې څومره کارونه پر مخ تللي په مفصله توګه خبرې وکړې.
همدارنګه د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب هم د يادو پروژو د استملاک په برخه کې د کارونو په هکله چې په کوم ولايت کې څومره پرمختګ کړی هم خبرې وکړې. 
په پای کې د اراضۍ لوی رياست او د برېښنا شرکت مسؤلینو داسې پرېکړه وکړه چې د دواړو څانګو څخه يو ګډ پلاوی دې هغو ولایتونو ته واستول شي چې کارونه يې تر اوسه ندي بشپړ شوي تر څو موضوع له نږدې وګوري او ستونزو ته يې په خپل وخت رسيدګي وشي. نوموړو همداراز په میاشت کې دوه ځلې په دې اړه د غونډو د نيولو پرېکړه هم وکړه.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت پر  بیا واکمنۍ سره په هېواد کې ګڼې لویې او کوچنۍ پروژې پر کار اچول شوي دي. د یادو پروژو څخه یوه مهمه او ملي د کاسا۱۰۰۰ ستره پروژه ده، چې په بشپړوالي سره به یې هر کال شاوخوا ۴۰- ۴۵  میلیون ډالر عواید افغانستان ته راځي. د چارواکو په خبره  کاسا۱۰۰۰ د برېښنا او انرژۍ د لېږد یوه لویه پروژه ده چې په تطبیق سره به یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي. دا پروژه له منځنۍ اسیا څخه پیل، د شېرخان بندر له لارې به له کندز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار تېرېږي او  پر تورخم به پښتونخوا ته اړول کېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS