د خوست اسمعیل خېلو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي
![فروش نبات طبی ایله رنګ ولسوالی اجرستان ولایت غزنی](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-01_at_11.49.35_a36044e4_0.jpg)
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ان،اې،سې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د اسمعیل خېلو ولسوالی پر لسګونو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په لړ کې، هر بزګرته دغنمو اصلاح شوي تخم، توره او یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب رامنځته کول او په ټوله کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.