هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jul 01 2024 3:18 PM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۹ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
په یاده ناسته کې د احمدشاهي مېنې توسعوي پلان د تطبیق او په سیمه کې د ځایي اشخاصو د ستونزو پر حلولو خبرې وشوې، د یاد پلان د تطبیق څخه مخکې د سیمې د ارزونې په موخه یوه کمیټه وګمارل شوه، دغه کمېټه د لښکرګاه ښاروال په مشرۍ د کور او ښارجوړولو، عدلیې او سرحدونو او قومونو چارو رییسانو په ترکیب سره ګمارل شوی دی، ترڅو په یادو برخو کې لازمې کړنې ترسره او خپل کاري راپور د تخنیکي پلاوي د غونډې له ګډوانوالو سره شریک کړي.
ددې ترڅنګ په دې غونډه کې د برېښنا ښارګوټي د ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې، داچې نوموړې سیمه د ښار یوه مهمه او استراتیژیکه سیمه ده، د تخنیکي پلاوي دغړو په ګډه هوکړه پرېکړه وشوه، ترڅو موضوع ولایت مقام سره شریکه شي.
دغه راز په دې ناسته کې د مارجې ولسوالی د عامو ولسونو دغوښتنې په اړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله عالي مقام ته عارض شوي وو او په یاده ولسوالی کې یې د ځمکې په ملکیت د ورکړې غوښتنه کړې وه ترتیب شوي راپور یې تر تحلیل او ارزونې وروسته لاسلیک او عالي مقاماتو ته لیږلو ته چمتو شو.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا په یو شمېر انفرادي عرایضو خبرې وشوې، په دې اړه پریکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د ارتباط له حیثه مربوطه ادارو ته د حل په موخه ولېږدول شي.
په دغه ناسته کې همدارنګه د تخنیکي پلاوي غړیو په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړې او د چارو لا ښه بهبود په موخه یې لازمې پرېکړې وکړې.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS