بدخشان ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

mail-admin
Thu, Jun 27 2024 11:05 AM
بدخشان ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مرستیال والي قاري امین الله طیب او د امارتي ادارو له رییسانو سره په کتنه کې اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار ټینګار وکړ.
په هغه غونډه کې، چې د کرنې او مالدارۍ د پروژو د تطبیق او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د جلبولو په موخه جوړه شوې وه، د کرنې وزیر وویل، چې د افغانستان خلک په پوره مېړانه، کلک هوډ او شهامت سره د مبارزې په ډګر کې بریالۍ شو او اوس د اقتصاد، ځان بسیاینې، کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې هم بریالي کېږي. د کرنې وزیر وویل، چې په اقتصادي ډګر کې بریا د خلکو، پانګوالو، حکومت، بزګرانو او مالدارانو ګډ کار ته اړتیا لري. 
ښاغلي عمري له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د بې کیفیته بهرنیو خوراکي محصلاتو د واردولو پر ځای دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته ارګانیک او صحي محصولات پروسس او وړاندې کړي. نوموړي دغه راز پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې امارت د سوداګرو او پانګوالو لپاره دا زمینه برابروي، چې دوی په هېواد کې پانګونه وکړي.
ورپسې د بدخشان ولایت یو تن دیني عالم عبدالحفیظ حصاري د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او د عشر او زکات په راټولولو کې د روڼتیا او دغه راز د کرنې د میکانیزې، د متخصصینو له خوا بزګرانو او مالدارانو ته پر وخت پوهاوی ورکول، دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د معیاري درملتونونو د جوړولو او د هېواد د اوبو د مدیریت غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې مرستیال والي د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بدخشان 
۷ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت بدخشان طی نشستی با حضور قاری امین الله طیب معاون والی و روسا ادارات امارتی آن ولایت پیرامون رسیدن به خودکفایی اقتصادی تاکید کرد.
در نشستی که به منظور جلب همکاری مسوولان محلی ولایت بدخشان جهت تطبیق پرژهای زراعتی و مالداری و حل مشکلات دهان و مالدارن برگزار شده بود وزیر زراعت گفت که مردم افغانستان با ایستادگی و شهامت شان در میدان مبارزه پیروز و حالا در میدان اقتصاد، خودکفایی، زراعت و مالداری نیز موفق می‌شوند وزیر زراعت همچنان پیروزی در میدان اقتصادی را نیازمند  کار مشترک مردم، سرمایه گذاران، حکومت، دهقانان و مالداران عنوان کرد.
آقای عمری از تاجران و سرمایه گذاران خواست که بجای واردات خوراکه‌ها و محصولات کم کیفیت خارجی به وطن شان سرمایه گذاری نموده و محصول ارگانیک و صحی وطن را ‌پروسس و به مردم تهیه کنند؛ همچنان به سرمایه گذاران اطمینان داد که امارت این زمینه را برای تاجران و سرمایه گذاران فراهم می‌کند.
بعدا عبدالحفیظ حصاری یکتن از عالمان دینی ولایت بدخشان به نمایندگی از مردم صحبت نموده و خواستار شفافیت در جمع آوری عشر ‌و زکات و میکانیزه سازی زراعت ،آگاهی دهی به موقعه دهقانان و مالدارن از سوی متخصصان،  ایجاد دواخانه ها معیاری در بخش زراعت و مالداری و   مدیریت آب‌های کشورشد. 
 در همین حال معاون والی نیز تعهد همکاری و حمایت در راستای تطبیق پروژه های زراعتی و مالداری نمود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS