ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
Wed, Jun 26 2024 9:57 AM
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو ځمکو کې د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د حاصلاتو زیاتوالی او خوندیتوب په پار هلې ځلې پیل شوي دي.
د دوی په خبره د دغو بڼونو د خوندیتوب او د حاصلاتو زیاتوالي په پار هلې ځلې پیل شوي دي، چې په ترڅ کې یې راتلونکي پسرلي کې به له دویم فارم څخه ۵۰ زره د زیتونو نیالګي ترلاسه او په هغو ځایونو کې په وکرل شي، چې چې انقلابي ناسازه شرایطو له منځه وړي دي ، همدارنګه دا پروسه به نورو فارمونو ته هم وغځېږي .
دا په داسې حال کې ده، چې په نږدې دوو کلونو کې ننګرهار کانال شرکت په نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکې باندې تازه زیتون بڼونه احداث کړي، چې خپل منځي جنګونو او ناسازه شرایطو له منځه وړي ؤ .
باید وویل شي، چې د ننګرهار کانال شرکت د جوړېدو سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زیتون بڼونه جوړ شوي، چې له بده مرغه خپل منځي جګړو او ناخوالو يې ۱۳۸۰ هکتاره ځمکې باندې ولاړ زیتون بڼونه له منځه وړي او اوس یوازې په نږدې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکې زیتون بڼونه شته دي.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS