لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه او او دکدستر فني انجنیرانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې دمرکز او ولسوالیو په کچه کومې سیمې، چې له نږدې ګوري خاصه او عامه مرعه ځمکې باید په کې مشخصې کړي ترڅو ګډ تخنیکي پلاوی وکولای شي په اسانۍ سره دغې چارې ته رسیدنه وکړي.
د غونډې په ترڅ کې د حاجي عبدالشکور د تېلو پمپ د ځمکې موضوع او مهترلام د ښاروالۍ پر ځمکه د عبدالمقیم د موضوع په اړه خبرې اترې شوې.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.