د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ او جیف سیون مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Jun 08 2024 10:38 AM
د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ او جیف سیون مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دخپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې ولایتي چارواکو ذاکرالله سعیدي او حکمت الله نیکمل  او دغه راز د جیف سیون مؤسسې ولایتي مسؤل محمد یاسین نوري او همکارانو  سره یې د چارو دښې همغږۍ په پار وکتل.
په دې کتنه کې دیادې مؤسسې مسؤلینو د مؤسسې په تېرو فعالیتونو او  نویو برنامو رڼا واچوله او د لغمان دکرنې رییس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی سره دفعالیتونو په تطبیق کې همکارۍ او لازمې سپارښتنې کړي دي.
په ورته وخت کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن دوی ته  د چارو په تطبیق کې د همکاریو ډاډ ورکړ او له دوی څخه مننه وکړه، چې دلغمان د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS