هرات ولایت کې د هېواد د زعفرانو کروندګرو هڅې وستایل شوې

mail-admin
Sat, Jun 08 2024 8:44 AM
هرات ولایت کې د هېواد د زعفرانو کروندګرو هڅې وستایل شوې

 د هغه پروګرام په ترڅ کې، چې د هرات ولایت په کرنیز څېړنیز فارم کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او د زعفرانو کروندګرو د ټولنې د غړو په شتون کې جوړ شوې وه، د زعفران کارو بزګرانو هڅې وستایل شوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي  صدراعظم عثماني، چې د هېواد د زعفرانو کروندګرو د هڅو د ستاینې او د ځینو رسمي دندو د ترسره کولو په موخه هرات ولایت ته سفر کړی، د کیفیت او خوند له امله په نړۍ کې د افغاني زعفرانو لومړي مقام ترلاسه کول، د هېواد زعفران کارانو ته مبارکي وویله او دوی ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
 ښاغلي عثماني ددې پروګرام په ترڅ کې زعفران کارانو ته وویل: "ستاسو هڅې زموږ لپاره د ستایلو وړ دي او د کرنې وزارت لپاره د ویاړ ځای دی، چې ستاسو د هلوځلو  له امله افغاني زعفران په نړۍ کې د زعفرانو د کیفیت له پلوه لومړی مقام خپل کړی دی. د کرنې وزارت هم په دوامداره توګه له تاسو سره دی او د کرنې له وزارت څخه هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چې تاسو  اړتیا ولرئ، موږ يې در ته پوره کوو تر څو د هېواد زعفران نور هم وده وکړي."
په همدې حال کې د افغانستان د زعفرانو ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل د کرنې وزارت له رهبرۍ څخه د هېواد د زعفرانو  کروندګرو د قدردانۍ له امله مننه وکړه او د زعفرانو د پیازو د قاچاق په مخنیوي، د هېواد د زعفرانو صادراتو ته د زمینې برابرولو او د هېواد د زعفران کارانو د ملاتړ په برخه کې یې د کرنې له وزارت څخه د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ د مرستیال له خوا دوی ته د لازمو همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د کرنې رییس مولوي پیر محمد حلیمي زعفران کارانو ته د هېواد د زعفرانو د لومړی مقام د ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله او د هېواد د زعفرانو کروندګرو ته یې د کرنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه.
د افغانستان زعفرانو د بلجیم د ذایقې انسټیټیوټ د ازموینو له مخې د پرله پسې نهم کال لپاره لومړی مقام خپل کړی دی.

از زحمات زعفران کاران کشور در ولایت هرات تقدیر شد 
طی برنامه‌‌ای که در فارم تحقیقات زراعتی ولایت هرات با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شماری از روئسای وزارت زراعت و اعضای اتحادیه زعفران کاران برگزار شده بود از زحمات دهقانان زعفران کار تقدیر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری که به هدف قدردانی از زحمات زعفران کاران کشور و انجام پاره‌ای از امور رسمی به ولایت هرات سفر کرده است در برنامه تقدیر از عفران کاران دریافت تندیس مقام نخست کیفیت و طعم زعفران افغانسان را در سطح جهان به زعفران کاران کشور تبریک گفته و اطمیان همکاری لازم را با آنها سپرد.
آقای عثمانی در این برنامه خطاب به زعفران کارن گفت" زحمات شما برای ما قابل قدراست و این مایه افتخار ما و وزارت زراعت است که جایگاه نخست کیفیت زعفران در سطح جهان بخاطر زحمات شما برای کشور ما بدست آمده است و وزارت زراعت هم به گونه دوامدار با شما است و هر گونه همکاری و حمایتی که از سوی وزارت زراعت نیاز باشد ما انجام می‌دهیم تا زعفران کشور بیشتر از این رشد یابد".
در همین حال محمد ابراهیم عادل رئیس اتحادیه زعفران افغانستان از تقدیر رهبری وزارت زراعت از زعفران کاران کشور  سپاسگزار کرده و خواستار حمایت و همکاری بیشتر وزارت زراعت در بخش جلوگیری از قاچاق پیاز زعفران کشور، فراهم سازی زمینه برای صادرات زعفران و حمایت بیشتر از زعفران کاران کشور شد که از سوی معین زراعت و مالداری برایشان اطمیان لازم داده شد.
در عین حال مولوی پیرمحمد حلیمی رییس زراعت ولایت هرات همچنان دریافت مقام نخست زعفران کشور را به زعفران کارن تبریک گفته و همچنان از توجه رهبری وزارت زراعت به زعفران کاران کشور سپاسگزاری کرد.
زعفران افغانستان طبق آزمایش های انستتیوت ذائقه کشور بلژیک برای نهمین سال پیاپی مقام نخست را از آن خود ساخت.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS