کابل کې یوشمېر بڼوال وروزل شول
۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ساتنې مسلکي کارکوونکو له خوا ددې ولایت د بګرامي ولسوالی یوشمېر بڼوال روزل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې یادو بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند په بېلابېل برخو کې اړینې سلا مشورې ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بڼوالو وړتیا لوړول او په ټوله کې د بڼوال سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.