فراه کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Jun 04 2024 10:14 AM
فراه کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او «او،آر،پي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د فراه مرکز اړوند د ریګي محمد اکبر او ناصر آباد په کلیو کې د دوو کانالونو رغنیزې چارې پیل کړي دي.
 د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې د فراه مرکز اړوند د ریګي محمد اکبر او ناصر آباد د کلیو رغېدونکي کانالونه درې زره او ۸۰ متره اوږدوالی لري، چې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.
د فراه دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه  ځمکه خړوبه او زرګونو ځایي خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوي؛ چی د څو ورځو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.  
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یادو کانالونو په جوړیدو خوښي وښوده او دفراه کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د پروژې له مسولینو څخه مننه وکړه د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS