د هېواد د څړځایونو پر سروې او پېژندنه د کرنې وزارت د اراضۍ رییس ټینګار

mail-admin
Mon, Jun 03 2024 9:53 AM
د هېواد د څړځایونو پر سروې او پېژندنه د کرنې وزارت د اراضۍ رییس ټینګار

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم د څړځايونو د سروې او پېژندنې په روزنیز ورکشاپ کې، چې د کرنې په وزارت کې دائر شوې وو، د افغانستان پر ټوله اراضۍ د کرنې وزارت د کنټرول په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د ټولو څړځایونو په سروې او پېژندنې ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس د مالدارۍ په سکټور کې د څړځایونو رول مهم وباله او د څړځایونو د غصب په مخنیوي او بیارغونه یې ټینګار وکړ.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د څړځایونو سیمې د زورواکو له خوا غصب او د استوګنې په کورونو او کرنیزو ځمکو بدلې شوي دي، چې د هېواد د مالدارۍ سکتور د ودې په موخه د هغو سیمو سروې او پېژندنه اړینه ده.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څړځایونو د سروې او پېژندنې په پار ددې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست، د اراضۍ ریاست او د کوچیانو د انسجام ریاست د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخ دوه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې دائره کړې دی.

تاکید رییس اراضی وزارت زراعت بر سروی و تشخیص علفچر های کشور 
۱۴ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی محمود مظلوم رییس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان ورکشاپ آموزش سروی و تشخیص چراگاه‌ها که در وزارت زراعت برگزار شده بود از کنترول وزارت زراعت بر تمام اراضی افغانستان سخن زده و تاکید بر سروی و تشخیص  تمام ساحات علفچرها در کشور کرد.
رییس اراضی وزارت زراعت نقش علفچرها را در مالداری مهم پنداشته و بر جلوگیری از غصب ساحات علفچر و احیای دوباره آن تاکید کرده است.
به گفته وی، پیش از روی کارآمدن امارت اسلامی ساحات علفچر توسط زورمندان غصب و به خانه‌های مسکونی و زمین‌های زراعتی تبدیل شده است و نیاز است که آن ساحات سروی و تشخیص گردیده و دوباره جهت رشد سکتور مالداری کشور احیا گردد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به این هدف، ورکشاپ آموزشی دو روزه سروی و تشخیص چراگاه‌ها را به‌منظور ارتقای ظرفیت کارمندان موظف ریاست عمومی منابع طبیعی، ریاست اراضی و ریاست انسجام امور کوچی‌ها در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر نموده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS