د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ د ۱۰ پروژو د پرانیستې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
Sat, Jun 01 2024 1:56 PM
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ د ۱۰ پروژو د پرانیستې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني پکتیکا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د مالدارۍ په برخه کې د ۱۰ پروژو پرانیسته وکړه.
د مالدارۍ په دغو پروژو کې، د څارویو د روغتیا، د شېدو راټولولو مرکزونو، د څارویو د وړیو، او کشمیرې محصولاتو د راټولولو او خرڅلاو مرکزونه، د څارویو پالنې د توکو وېش، د څارویو د خوراکي توکو وېش، وچکالۍ ځپلو مالدارانو سره مرسته، د څارویو واکسین، د څارویو روغتیایی کلینیکونو جوړول او څارویو ته د رسېدنې په پار د ټرنرانو روزل او په اړوندو توکو سمبالولو شامل دي. 
د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې، چې په ښرنې ښار کې ترسره شول، د پکتيکا والي مولوي عبدالخالق عابد، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د پروګرامونو مشر ډاکټر فريدون قيومي، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رييس مولوي مصباح الدين مستعین، د غله جاتو رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب، په پکتیکا کې د دولتي ادارو رییسانو او یوشمېر مالداران حضور درلود.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغو فعالیتونو د پرانېستې په مراسمو کې وویل: «کرنه او مالدارۍ د هر هېواد د اقتصاد بنسټ دی، که چېرې دغو دوو مهمو سکتورونو ته پاملرنه او کار وکړو د ګاونډیو او بهرنیو له اړتیا څخه به خلاص شو، د هېواد اقتصادي وده د ښه ژوند او غوره اقتصاد لامل کېږي، د هالنډ کمېټې څخه مننه کوو چې د پکتیکا بې وزله خلکو ته یې دا مرستې برابرې کړې، د دغو مرسته یوه برخه وټرنرانو ته ځانګړې شوي دي، ترڅو مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي، چې ټولنې ته سالمه او صحي محصولات وړاندې کړي، ترڅو روغه ټولنه ولرو.»
ورپسې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد خبرې وکړې او ویې ویل: «افغانستان په ۵۰ کلنه جګړه کې زیانمن شوی دی، حیوانات، انسانان، ځنګلونه، غرونه او خاورې د دغو جګړو له امله زیانمن شوي دي، دغه مرستې د مالدارۍ د ودې او د خلکو د ژوند د پرمختګ لپاره اغېزمن دي. له اړوندو چارواکو غواړو، چې خپلو چارو ته ډېره پاملرنه او د مالدارانو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.»
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د هالنډ کميټې د پروګرامونو مسوول ډاکتر فريدون قيومي هم خبرې وکړې او د دې مرستې موخه ډېر کار ته د مالدارانو هڅونه، د مالدارۍ محصولاتو ته بازارموندنه، د بېوزلۍ کچې ټیټول، کارموندنه، د خوړو خوندیتوب او د مالدارانو اړتیاوو ته رسېدنه وبلل او زیاته یې کړه: «وټرنران مسوولیت لري، چې مالدارانو ته نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او کار وکړي، د خلکو روغتیا د څارویو په روغتیا پورې اړه لري،هیله لرو چې امارتي څانګې او همکار بنسټونه په خپلو کارونو کې همکاري او همغږي وکړي، ترڅو د مالدارانو اړتیاوو ته په سمه توګه رسېدنه ووشي.»
په پرانیستل شویو فعالیتونو کوې، د پکتیکا په ۸ اداري واحدونو کې د ۱۰ وترنرۍ واحدونو جوړول، په ۴ اداري واحدونو کې له وچکالۍ ځپلو ۲۵۰ ټنه مالدارانو سره د څارویو د خوراکي مرسته، په ۶ اداري واحدونو کې ۳۵۰ مالدارانو ته د څارویو د چاقولو خوراکي توکو وېشل، په 4 اداري واحدونو کې د څارویو روغتیا په برخه کې د مرستې په پار د ۳۰۰ مالدارانو نوم لیکنه، په کال کې دوه ځله د څارویو واکسین کمپاین لپاره د 10 کلینیک واحدونو لپاره د اړتیا وړ توکو مرسته له (۲۰۰ زره څخه د  ډېرو څارویو واکسینول)، د مالدارانو روزنه او همدارنګه د اړتیا په صورت کې د هالنډ له کمېټې سره د څارویو کلینیکونو اړیکه ترڅو د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه ووشي.
 د وازیخوا، خوشامند، یوسف خېل، سروضه، مټاخان، ګومل ولسوالیو او د ښرنې ښار مالداران به له دغو مرستو ګټه پورته کړي.

سفر معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ولایت پکتیکا ‌جهت افتتاح ۱۰ پروژه مالداری
۱۲ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفری به ولایت پکتیکا ۱۰ پروژه‌  را در بخش‌ مالداری افتتاح کرد.
 این پروژهای مالداری در بخش‌های صحت حیوانی، مراکز جمع آوری شیر، مراکز جمع آوری و فروش محصولات پشم، پوست و کشمیره حیوانات، توزیع وسایل پرورش مالداری، توزیع خوراکه حیوانی، کمک به مالداران متضرر از خشک سالی، واکسین حیوانات، ایجاد کلینیک‌های صحت حیوانی و تجهیز داکتر وترنران برای رسیدگی به وضعیت زندگی حیوانات می باشد.
در افتتاح این پروژها که در شهر شرنه صورت گرفت مولوی عبدالخالق عابد والی پکتیکا، داکتر فریدون قیومی رئیس پروگرام کمیته هالند برای افغانستان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، مولوی محمد اسماعیل شکیب رییس غله جات، روسا ادارات دولتی در پکتیکا ‌و مالداران حضور‌ داشتند.
معین زراعت و مالداری در محفل افتتاح این فعالیت‌ها گفت:" زراعت و مالداری بنیاد اقتصاد هر مملکت است، در صورت توجه و کار به این دو سکتور مهم از محتاجی همسایه‌ها و بیرونی‌ها خلاص می‌شویم، بلند رفتن اقتصاد  ملک سبب زندگی و اقتصاد بهتر میشود، از دفتر هالند سپاسگزاریم که این کمک‌ها را به مردم محروم پکتیکا فراهم کرده‌است، بخشی از این وسایل برای داکتر وترنران فراهم شده تا به مالداران خدمت کنند تا محصول سالم و صحی به جامعه عرضه کنند تا جامعه صحتمند داشته باشیم ".
بعد از آن مولوی عبدالخالق عابد والی پکتیکا به ایراد سخن پرداخت و در مورد گفت:"افغانستان در ۵۰ سال جنگ آسیب دیده است، وجود حیوان، انسان، جنگل، کوه و خاک از این جنگ‌ها متضرر است، این کمک‌های برای پیشرفت مالداری و بهبود زندگی مردم موثر است، از مسوولان توقع داریم به کارهای شان متوجه بوده و به نیازمندی‌های مالداران برسند".
داکتر فریدون قیومی رئیس پروگرام کمیته هالند برای افغانستان نیز در این محفل سخنرانی نمود و هدف از این کمک‌ها را تشویق مالداران به کار بیشتر، بازاریابی محصولات مالداری، کاهش فقر، اشتغالزایی، مصوونیت غذایی و رسیدگی به کمبود نیازمندی‌های شان عنوان نمود"داکتر وترنران مسوولیت دارند بدون خستگی با مالدران کار کنند، صحت مردم بستگی به صحت حیوانات دارد، توقع داریم ادارات امارتی ‌و موسسات همکار نیز در کارها همکار و هماهنگ باشند تا بهتر به نیازمندی‌های مالداران رسیدگی شود"
فعالیت‌هایی که افتتاح شد شامل ایجاد ۱۰ واحدهای وترنری در ۸ واحد اداری پکتیکا، توزیع خوراکه حیوانی  برای ۲۵۰ تن از مالداران متضرر شده از خشک سالی در ۴ واحد اداری، توزیع خوراکه چاق کننده حیوانات برای ۳۵۰ مالدار در ۶ واحد اداری، ثبت نام ۳۰۰ مالدار نیازمند جهت کمک در بخش صحت حیوانی در ۴ واحد اداری،  کمک مواد مورد نیاز برای ۱۰ واحد کلینیک جهت کمپاین واکسین حیوانات در یک سال دو مرتبه (واکسین بیش از ۲۰۰۰۰۰حیوان)، آموزش مالداران و همچنان در ارتباط بودن کلینیک‌های صحت حیوانی با کمیته هالند در صورت ضرورت به مشکلات مالداران رسیدگی نمایند.
مالداران ولسوالی‌های وازیخواه، خوشامند، یوسف خیل، سروضه، متاخان، گومل و شهرشرنه از این کمک‌ها مستفید می‌شوند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS