کندز کې د پستې له ځنګلونو څارنه وشوه
![کندز کې د پستې له ځنګلونو څارنه وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240601-wa0352.jpg)
۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ولایت د چاپېریال ساتنې او ولایت مقام په همکارۍ د چهار درې، کلباد، آقتاش او دشت ارچې ولسوالیو کې د پستې له ځنګلونو څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې په ترڅ کې یادو چارواکو وویل، چې د ځنګل ساتونکو له خوا د پستې ځنګلونه په سمه توګه ساتل شوي، چې د پستې د ونو حاصلات هم د قناعت وړ دي.
یاد چارواکو وویل، چې د پستې د بشپړې پوخوالي مرحلې ته د رسېدو لپاره د پستې له ځنګلو به په دوامداره توګه څارنه کېږي، او هدارنګه ځنګل ساتونکي به د ځایي خلکو سره په همغږۍ د پستې د ساتنې لپاره په منظم ډول کار وکړي.