پکتیا کې د غنمو ۲۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

content_admin
Tue, Oct 08 2019 3:17 PM
 پکتیا کې د غنمو ۲۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

۱۶ تله ۱۳۹۸
پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د اصلاح شویو او سیمه ییزو غنمو ۲۵ ننداریزې مقایسوي قطعې جوړیږي.
په همدې موخه نن د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د وېش پر مهال د پکتیا د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وویل، د پکتیا د مرکز او ولسوالیو ۲۵ تنه مخکښو بزګرانو هر یوه ته ، لس کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۱۲ نیم کیلو ګرامه د غنمو محلي تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره او ددغو جوړېدونکو ننداریزو قطعو د کرکېلي او خشاوې لپاره هر بزګر ته دوه زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ښاغلي مومند زیاته کړه، چې ددې ننداریزو قطعو له کرکېلي موخه داده چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښودل شي، چې اصلاح شوي تخمونه له نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي بڼې څخه د کتار په ډول کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو قطعو اهمیت ور وښودل شي، چې راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
په همدې حال کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي بزګران خوښي څرګنده کړه، چې ورته دغنمو ننداریزې مقایسوي قطعې جوړیږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
دغه راز د پکتیا د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټي وویل، چې دیادو ننداریزو قطعو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوې وه.
د یادونې وړ ده چې دغه ۲۵ ننداریزې قطعې په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS