د اوبو مدیریت په پار هڅې؛ خوست کې د اوبولګولو په برخه کې پروژې پلي کېږي
۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند د «شمل، متون او لکڼو» سیمو کې د تخریب شویو ویالو او بندونو بیارغونې په پار سروې ترسره شوه، چې په نږدې راتلونکې کې به د یادو ویالو او بندونو د بیارغونې چارې پیل شي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت د مرکز اړوند د «شمل، متون او لکڼو» سیمو کې یوشمېر ویالې او بندونه تخریب شوي دي، چې ډېر ژر به یې د بیارغونې چارې پیل او ورسره به د بزګرانو او بڼوالو ستونزې هوارې شي.
ددغو ویالو او بندونو په جوړېدو سره به د اوبو د مدیریت ترڅنګ د اوبو له ضایعاتو څخه به مخنیوی وشي، په کرنیزو محصولاتو کې به زیاتوالی رامنځته او دکرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې به د بزګرانو ستونزې هوارې شي.