د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, May 26 2024 8:59 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ټیکا مؤسسې له مشر فاضلاکین اردوغان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کوکنارو د بدیل کښت پر پېژندولو او په بېلابېلو برخو کې له بزګرانو او مالدارانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې مولوي صدراعظم عثماني وویل: «په افغانستان کې د کوکنارو کښت ختم شوی، خو کروندګر اقتصادي ستونزو سره مخل دي او دوی مرستې ته اړتیا لري، سره له دې چې اسلامي امارت دا کار په کمه بودیجه کوي، خو د مؤسسو مرسته هم اړین دی.»
په افغانستان کې د ټیکا مؤسسې مشر فاضلاکین اردوغان وویل: «دا حقیقت دی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته راټیټ کړی او دا یو نړۍوال خبر ګرځیدلی، خو ددې لپاره چې بزګران یوځل بیا کوکنارو کرکیلې ته و نه هڅېږي، باید پر یوې لارې چارې غور ووشي او موږ په دې برخه کې همکاري کوو.»
د ټیکا مؤسسې له ۱۹۹۲ کال راهیسې فعالیت کوي او د روغتیا، پوهنې، د تاریخي ځایونو او جوماتونو بیارغونې او دغه راز د کرنې په برخو کې فعالیت کوي.

معین زراعت و مالداری با رییس موسسه تیکا دیدار کرد
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با فاضل آکین اردوغان رییس موسسه تیکا و تیم همراه شان دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف بر معرفی بدیل کشت کوکنار و همکاری با  دهاقین و مالداران در بخش‌های مختلف تاکید کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« کشت کوکنار در افغانستان ختم شده است، مگر اقتصاد دهاقین ضعیف شده نیاز به کمک بیشتر دارند، امارت اسلامی هرچند با بودیجه کم این کار را می‌کند اما کمک موسسات نیز لازمی است.»
فاضل آکین اردوغان، رییس موسسه تیکا در افغانستان گفت:« این حقیقت است که امارت اسلامی کشت کوکنار را در افغانستان نزدیک به صفر رسانده است و خبر جهانی شده، اما این که چی راه کاری برای دهاقین معرفی شود تا دوباره رجوع نه‌نمایند ما همکاری می‌نماییم.»
 موسسه تیکا از سال 1992 میلادی آغاز به فعالیت نموده و در بخش‌های صحت، تعلیم و تربیه، احیای مجدد اماکن تاریخی، مساجد و زراعت فعالیت می‌نماید.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS