د پکتیا دکرنې ریاست شاوخوا سیمې پاکې شوې
۹ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کارکوود يو ګډ اشر په ترڅ کې د رياست دننه او شاوخوا ساحې پاکې کړې.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي: «پلاستیکونه، بې کاره او نور عضوي او غير عضوي کثافات زموږ د روغتیا او پاک چاپېريال دښمن دی، چې د کثافاتو شتون د چاپېریال د بدرنګۍ او ډول ډول ناروغيو لامل کېږي، نو موږ هم په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په داخل او شاوخوا کې د بې کاره موادو د راټولولو په نيت ګډ اشر ترسره کړ، ددی ترڅنګ مو د یاد ریاست زینتي بوټو د ښکلا په موخه ښاخه بری هم وکړه.»
یادو چارواکو د پکتیا خلکو څخه وغوښتل، چې د خپل چاپېريال د پاک ساتلو په برخه کې خپل مسوليت ادا کړی، ترڅو انساني ژوند د شته ننګونو څخه خوندي وساتل شي.