د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

mail-admin
Sun, Apr 28 2024 10:19 AM
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د متحده عربي اماراتو لپاره د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بهرنیو پانګوالو او حکومتونو د پانګونې د جلب او جذب، د افغاني محصولاتو د صادراتو، له افغانستانه بهر د کورنیو تولیداتو د نندارتونونو د جوړولو او کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په اړه خبرې وکړې.
مولوي بدرالدین حقاني په دې غونډه کې وویل، چې د متحده عربي اماراتو حکومت او د عربي هېوادونو پانګوالو په خپلو ناستو کې چمتووالی ښودلی، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، په همدې موخه د کرنې وزارت ته راغلی دی، ترڅو اړینه همغږي رامنځته شي.
ورپسې مولوی صدراعظم عثماني؛ بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې امارت له فتحې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د راتګ او کار کولو غوښتنه کوي او پر دوی یې غږ کړئ، چې افغانستان ته راشي او دلته دې کار وکړي، د کرنې وزارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په پای کې هوکړه وشوه، چې د متحده عربي اماراتو سوداګرو ته به د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، زعفرانو او پنبې په برخو کې د پانګونې د فرصتونو یوه معلوماتي کڅوړه ورکړل شي، ترڅو دوی پوه شي چې په افغانستان کې کومه ستونزه نشته او دوی کولای شي، چې په غوره امتیازاتو سره په دې هېواد کې کار وکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با سفیر افغانستان در امارات متحده عرب
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در دفتر کارش با مولوی بدرالدین‌ حقانی سفیر افغانستان در امارات متحده عرب دیدار نمود.
در این دیدار روی فرصت‌های سرمایه‌های در بخش زراعت، مالداری و آبیاری در افغانستان، جلب و تشویق سرمایه‌گذاران و دولت‌های خارجی در راستای سرمایه‌گزاری در سکتور زراعت و مالداری، صادرات محصولات افغانی، راه‌اندازی نمایشگاه‌های محصولات داخلی در بیرون از افغانستان و بازاریابی محصولات داخلی صحبت گردید.
مولوی بدرالدین حقانی در این مجلس گفت که دولت امارات متحده عرب و سرمایه‌گزاران کشورهای عربی در دیدارهای‌شان اظهار آمادگی نموده‌اند که می‌خواهند در افغانستان سرمایه‌گزاری نمایند، از همین خاطر جهت هماهنگی و ایجاد سهولت‌ها به وزارت زراعت آمده  که هماهنگی لازم صورت گیرد.
بعد از آن مولوی صدراعظم عثمانی به ایراد سخن  پرداخت و از آمادگی این وزارت در راستای آوردن سهولت‌ها برای تاجران و سرمایه‌گذاران خارجی سخن گفت و تاکید نمود که امارت از وقت پیروزی تاکنون به سرمایه‌گذاران خارجی و داخلی صدا زده است که بیایند در افغانستان کار نمایند و وزارت زراعت آماده هر نوع همکاری می‌باشد.
در اخیر تفاهم شد  که بسته‌ معلوماتی از فرصت‌های سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعت، مالداری، باغداری، زعفران و پنبه به تاجران امارات متحده داده شود تا تفهیم شود که آن‌ها می‌تواند با امتیازات بهتر در این ملک کار نمایند و هیچ نوع مشکلی برای در افغانستان موجود نمی‌باشد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS