د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شو

mail-admin
Wed, Apr 24 2024 4:17 PM
د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شو

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شوه.
د دغه ورکشاپ په پیل غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «دا یو ښه اقدام دی، چې پر کروندګرو د اصلاح شویو تخمونو په وېشلو سره د دوی مرسته او ملاتړ وکړو، ترڅو ډېر حاصلات ولري، په هره برخه کې ښه پرمختګ ولرو، چې ځان بسیاینې ته ورسېږو.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه وویل: «څېړنه د کرنې یوه مهمه برخه ده، ترڅو د کرنیزو تخمونو تولیديشرکتونو په ملاتړ د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو په دودولو سره  بزګران وکولای شي، چې لوړ حاصلات ترلاسه او هغوی کرکیلې ته وهڅوو.»
د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکوونې رییس مولوي صدیق الله رحماني په دغه ورکشاپ کې د کرنیزو تخمونو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «د کرنې وزارت مسؤل دی، چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي، موږ هر یو باید په خپلو څانګو کې هڅه وکړو چې بزګرانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
په دې ورکشاپ کې عبدالله چې په مرکزي زون کې د کرنیزو تخمونو د تولید مسؤول دی، په ۱۴۰۲ کال کې د تخمونو د وېش د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او خپل راپور یې وړاندې کړ.
په مرکزي زون کې د اوړني نباتاتو د پلان جوړونې ورکشاپ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو، د کرنې وزارت د متخصصینو او په مرکزي زون کې د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو د استازو په ګډون په لاره اچول شوې وه.

ورکشاپ پلان‌گذاری نباتات تابستانی زون مرکزی دایر گردید
۵ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست عمومی تحقیقات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌ همکاری دفتر سازمان خوراک و غذا سازمان ملل، ورکشاپ پلانگذاری نباتات تابستانی زون مرکزی را برگزار نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری در آغاز این ورکشاپ گفت:« اقدام نیک است تا با توزیع تخم بذری به دهاقین آن‌ها را کمک نماییم تا حاصلات بیشتری داشته باشند، در هر بخش پیشرفت خوب داشته باشیم، تولیدات داشته باشیم تا به خودکفایی برسیم.»
در همین حال، مولوی نصرت‌ الله طلحه، رییس عمومی تحقیقات وزارت زراعت گفت:« تحقیق یک بخش عمده در زراعت است تا با ترویج تخم بذری برای دهاقین با حمایت شرکت‌های تولید کننده تخم‌های بذری دهاقین حاصلات زیاد داشته باشند و آن‌ها را تشویق نماییم.»
مولوی صدیق‌الله رحمانی رییس تصدیق‌دهی تخم‌های بذری در این ورکشاپ بر نیاز ضروری مبرم تخم بذری تاکید کرده گفت:« وزارت زراعت مسوولیت فراهم نمودن تخم اصلاح شده برای دهاقین است، هرکدام ما در بخش‌های خود تلاش نماییم تا خدمات بهتر برای دهاقین داشته باشیم.»
در این ورکشاپ عبدالله مسوول تولید تخم‌بذری زون مرکزی از ارایه خدمات توزیع تخم بذری در سال ۱۴۰۲  صحبت نموده و گزارش آن را ارایه نمود.
این ورکشاپ پلانگذاری نباتات تابستانی زون مرکزی با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مسوولین سازمان خوراکه و غذا ملل متحد، متخصصین وزارت زراعت و شرکت‌های تولید کننده تخم‌های بذری زون مرکزی برگزار شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS