د کندهار کوهکران څېړنیز فارم تخریب شوي سیمې ورغول شوې
![د کندهار کوهکران څېړنیز فارم تخریب شوي سیمې ورغول شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/img-20240404-wa0186.jpg)
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست اړوند د کوهکران څېړنیز فارم د تخریب شویو سیمو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي.
د چارواکو په خبره په دې فارم کې پر بېلابېلو بوټو او ونو څېړنې کېږي، چې تر څېړنو وروسته په دې ولایت کې د ترویج په پار پر کروندګرو وېشل کېږي.
د کرنې وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه لري، چې په کې پر کرنیزو توکو او ونو د څېړنې ترڅنګ د کرنیزو تخمونو نوي ډولونه بزګرانو ته ور پېژندل کېږي.