نورستان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین په ترڅ کې سلګونه هکټآره ځنګل او سلګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
Wed, Apr 03 2024 11:20 AM
111

۲۹۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په ګډه همکارۍ د ولایت په کچه د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د بوټو او نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی دی.
د دغه کمپاین پرمهال د نورستان مرستیال والي مولوی فیصل مختارد بوټو او نیالګیو پر کېنولو ساتنې او پالنې ټینګار وکړ له اړونده ادارو او ولسونو یې وغوښتل، چې د ولایت د زرغونتیا په موخه هوا او اقلیم ته په کتو سره نیالګي کېنوي او په پالنه کې یې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
په همدې حال کې د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې په همکارۍ ۲۸۰ زره مېوله لرونکي او بې مېوي نیالګي ولسونو سره په همغږۍ کېنول کېږي، چې ورسره به ۵۰۰ هکټاره نوي ځنګل او ۴۰۰ جریبه د مېوو بڼونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کمپاین کې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو، ښاریانو او ځوانانو ګډون کړي ؤ.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې وزارت له خوا د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د هېواد د زرغونتیا لپاره په میلیونونو نیالګي کښېنول شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS