خوست کې یوشمېر بزګران وروزل شول
![خوست کې یوشمېر بزګران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240330-wa0113.jpg)
۱۱ وری ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت یوشمېر بزګرانو ته د فنګس ناروغۍ د مخنیوی او درملنې په موخه روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې بزګرانو ته د فنګس ناروغۍ د میخانیکي کنټرول او د کیمیاوي درملنې لارې چارې وښودل شوې.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو عامه پوهاوي او په ټوله کې ددې ولایت د کروندګرو ملاتړ او د دوی د کروندو خوندی کول دي.