د فراه کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې
![د فراه کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240328-wa0152.jpg)
۹ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د فراه د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ددې ولایت څېړنیز فارم څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او د ونو پيوند په اړه زده کړیالانو ته معلومات ورکول کېږي.