د خوست د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
Tue, Mar 26 2024 11:28 AM
د خوست د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عارضینو پر دوسیو د خبرو اترو ترڅنګ له یوشمېر کسانو سره د دوی د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
همداراز د تخنیکي پلاوی مشرانو ترمنځ د راتلونکي غونډې په هکله د یو شمېر اړینو موضوعاتو او  سیمو ته د سفر په ارتباط ازادې خبرې اترې وشوې، چې په اړه به یې لازمې پرېکړې ووشي.
په همدې حال کې د تخنیکي پلاوي یوه ډله د مولوی لاهور خان په مشرۍ د خوست مرکز اړوند کاروان سرای سیمې ته لاړ او هلته یې امارتې ځمکې له نیږدې مشاهده او د یادې ځمکې کروکي، سکیج،مساحت او حدود اربعه په دقیق ډول واخیستل شول چې په اړه به یې لازمې کړنې ترسره شي.
په همدې حال کې دویمه ډله د مولوی محمدنور په مشرۍ صبریو ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې د صنعتي پارک د ۱۰۵۰ جریبه ځمکې کروکي، سکیج،مساحت او حدود اربعه په دقیق ډول واخیستل.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS