میدان وردګو کې پر زرو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې
![میدان وردګو کې پر زرو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-26_at_10.58.03_817c022f.jpg)
۷ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د دوستانو ټولنیزه او پرمختیایي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د جلریز ولسوالی پر زرو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې د جلریز ولسوالی پر ۱۰۰۰ مالدارانو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به ددې ولایت د چک په ولسوالی کې به هم پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکې ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د زیانمنو او بې وزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.