د کندهار خاکریز کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوې
![د کندهار خاکریز کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-25_at_12.19.21_6689465c_0.jpg)
۶ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت په ١٩ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه ١٩ چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د کندهار ولایت د خاکریز په ولسوالی کې د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډیم جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
یاد چکډم ۶۵ متره اوږدوالی، ۳۰ متره لوړوالی او پنځه متره سور لري، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یاد چکډیم به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي ګټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزه هواره او یوشمېر خلکو ته په کې دکار زمینه هم برابره شوې ده.