د پکتیکا ارګون کې پر یوشمېر بزګرانو نیالګي ووېشل شوې
![د پکتیکا ارګون کې پر یوشمېر بزګرانو نیالګي ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-19_at_10.59.06_b174118e.jpg)
۲۹ کب ۱۴۰۲ه.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اسیا ټولنې پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارګون ولسوالی پر ۱۰۰ مستحقو بزګرانو د مېوه لرونکو ونو نیالګي وېشل شوي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په دغو نیالګیو کې د مڼې، شفتالو، بادامو او زردالو ۵۰۰۰ نیالګي شاملې دي، چې پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.