خوست کې د زرغونتیا په پار هڅې؛ بلاوټ بڼ کې سلګونه نیالګي کښېنول شوې
![خوست کې د زرغونتیا په پار هڅې؛ بلاوټ بڼ کې سلګونه نیالګي کښېنول شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240318-wa0164.jpg)
۲۸ کب ۱۴۰۲ه.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د زرغونتیا په موخه د نیالګیو کېنولو د هلو ځلو په ترڅ کې د یاد ولایت د علیشېر او تریزیو ولسوالی اړوند بلاوټ بڼ کې ۱۲۵۰ مېوه لرونکي او بې نیالګي اېښي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو نیالګیو په کېنولو سره د دې بڼ زرغونتیا او د سیمې ښکلا ته زمینه برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې په دې ولایت کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کښېنول شي.