د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

user-admin
Sun, Mar 17 2024 3:09 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل


۲۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال نجیب امیرزی سره وکتل او د ملخانو افت له زیانونو څخه د بزګرانو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې. 
په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا، د مالي او تخنیکي اسانتیاوو د برابرولو او د ملخانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزو کارپوهانو د برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې او د پلي کولو په پار یې راتلونکې طرحې یوبل سره شرېکې کړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کرنې وزارت د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوولینو یې وغوښتل، چې د درمل شیندنې دستګاوو د بیارغونې او فعالولو او په تخنیکي او مالی برخه کې دې دکرنې وزارت سره همکاري وکړي.
 په ورته وخت کې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو په هغو ولایتونو کې چې د ملخانو د برید له ګواښ سره مخ دي، د ملخانو د آفتونو د کنټرول او مبارزې په موخه د پلان د تطبیق د پیل په اړه خبرې وکړې او د کرنې وزارت سره د لازمو همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد 
۲۷ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با نجیب امیرزی معاون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان دیدار و پیرامون جلوگیری از متضرر شدن دهاقین از آفت ملخ گفتگو کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون تقویت هماهنگی و همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، فراهم سازی امکانات مالی و تخنیکی، فراهم سازی متخصصین ساحوی جهت مجادله علیه آفت ملخ بحث تبادل نظر کرده و طرح‌های آینده را جهت تطبیق با یک دیگر شریک ساختن.
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از آماده گی های وزارت زراعت جهت مجادله علیه آفت ملخ در ولایت‌های مختلف کشور سخن زده و از مسوولان سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد خواست که در قسمت ترمیم و فعال سازی دستگاهای ادویه پاشی و فراهم سازی امکانات مالی و تخنیکی وزارت زراعت را همکاری نمایند.
در همین حال مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در این دیدار از آغاز تطبیق برنامه ‌جهت کنترول و مجادله علیه آفت ملخ در ولایت‌های که در خطر حمله ملخ قرار دارند سخن زده و اطمینان همکاری و هماهنگی لازم را با وزارت زراعت سپردند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS