مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پارهڅې؛ لغمان کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام په عمرزایو سیمه او د علینګار ولسوالی د نورلام صاحب درې د زیارت په کلي کې د وټرنرۍ دوه کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د یادو کلینیکونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي مولوی اختر محمد مزمل، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د هالینډ کمېټې ولایتي مسوول ډاکټر محمد بیدار سیرت او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج محمد ولي محسن وویل، چې دغه دوه کلینیکونه د ۲۶ زره امیکایي ډالرو په لګښت جوړې شوي دي، چې ددي کلینیکونو په جوړولو سره د یادو سیمو مالدارانو څارویو ته د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکټور کې به مثبت بدلونونه ولیدل شي. ښاغلی محسن دغه راز زياته کړه دوه تنو ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د لغمان دکرنې رییس دغه راز وویل، چې دیادو کلنیکونو لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل، یو پایه سولري یخچال، مکمل سولري سیستم، د وترنري تخنیکيکڅوړه، لوجستیکي کڅوړه او ګڼ نور وسایل ورکړل شوي دي، ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.