د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دوو کمېټو له چارواکو سره د همغږۍ ناسته دائره شوه

user-admin
Mon, Mar 11 2024 11:58 AM
د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دوو کمېټو له چارواکو سره د همغږۍ ناسته دائره شوه


۲۱ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک۱۴۴۵ه‍.ق
د اراضۍ ریاست د استملاک او بیا مېشتدنې لوی رییس او د دغه ادارې کفيل مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ د هغو کمېټو له چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه، چې د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفیې په موخه په تخنیکي او حقوقي برخو کې په دندو بوخت دي.
یاده کمیټه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د لارښوونۍ پر بنسټ جوړه شوې د ځمکو په دوو (تخنیکي او حقوقي) برخو کې خپل مسئولیت پر مخ وړي او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفیې چارې پیل کړي.
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بیامېشتدنې لوی رییس د دواړو کمېټو له مسوولینو څخه د هغو د دندو، د یادې کمېټې د کارونو د پایلې او همدارنګه په هېواد کې د ځمکو د سروې او تصفیې چارو د پیل په اړه پوښتنې وکړې.
ورپسې د یادو کمېټو چارواکو په خپل وار د دغه ملي پروژې په ارزښت او همدارنګه د کار د پیل په اړه هم خبرې وکړې وویل: «موږ د دغه پروګرام لپاره د هېواد ټول زونونه په څو کټګورۍ وېشلي دي.په لومړۍ پړاو کې هغه ولایتونه چې سپینې ځمکې پکې زیاتې دي سروې کېږي.په دویم پړاو کې به هغه ولایتونه سروې شي، چې د ځمکو په برخه کې حقوقي سونزې پکې کمې وي او واړه ښارونه لري ځکه چې، په دغو ولایتونو کې د سروې چارې په آسانه توګه ترسره کېږي.او په درېیم پړاو کې به د لویو ښارونو د سروې او تصفیې چارې پیل شي.»

نوموړو زیاته کړه: «زموږ ټیمونه زیار باسي، چې دغه ملي پروژه په داسې ډول پیل شي چې هم هېوادوال پکې زیانمن نشي او هم امارتي (بیت المال) ځمکې خوندي شي ترڅو حق خپل حقدار ته په سمه توګه ورسېږي .»
په پای کې د اراضۍ ریاست سرپرست د دواړو کمېټو چارواکو ته لارښوونه وکړه تر څو خپل د کمېټو کارونه بشپړ او دغه ملي پروژه هرڅومره ژر چې ممکنه وي چارې يې پیل کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS