د خوست صبریو کې د زیتونو بڼونه جوړېږي
![د خوست صبریو کې د زیتونو بڼونه جوړېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240309-wa0178.jpg)
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره دناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د صبریو ولسوالی د میچۍ، توده او څپرې کلیو کې د زیتونو بڼونه جوړېږي.
د چارواکو په خبره د دغو بڼونو د جوړولو په موخه پر یوشمېر بڼوالو د زیتونو نیالګي وېشل شوي دي، چې د دوی له خوا به په اړوندو بڼونو کې کښېنول شي.
ددغو بڼونو د جوړولو موخه د بڼوالو ملاتړ، په دې ولایت کې د زیتونو بڼونو ترویج او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.