زابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې
![زابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/img-20240305-wa0128.jpg)
زابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام یاده کمېټه ددې ولایت د دامان او د ترنک او جلدک ولسواليو تر منځ د سرحد معلومولو لپاره د کندهار تخنیکي ټیم سره یادو سیمو ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې په سیمه کې د قومونو له مشرانو سره غونډه دائره وشوه، تخنيکي پلاوی په پوره دقت سره له سیمې څخه هر اړخیزه او جامع معلومات راټول او ترتیب کړل، د مرکزي کمیسون پلاوی او د دواړو ولایتونو تخنیکي پلاوی په همغږۍ سره داسي پریکړه وشوه. کومه نقشه چې د تیر وختونو موجوده وه، هغه نقشه په ساحه کې تطبیق شوه او د ګډ پلاوی لخوا د اعتبار وړ وګڼل شوه.