خوست کې د زرغونتیا په پار سلګونه زره نیالګي اېښودل کېږي
![خوست کې د زرغونتیا په پار سلګونه زره نیالګي اېښودل کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/22.jpg)
۱۴ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت په درېیو ولسوالیو «باک، ځاځي میدان او صبریو» کې ۲۷۶ زره ډول ډول نیالګي اېښودل کېږي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه نیالګي د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د زرغونتیا او د ځنګلونو د پراختیا په موخه اېښودل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست دکرنې ریاست او اړوندو ادارو له خوا د نیالګیو کښېنولو د کمپاین په ترڅ کې هم سلګونه زره نیالګي ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې اېښودل کېږي.