کندز کې مالدارانو ستونز ته د رسېدنې په پار کمېټه جوړه شوه

mail-admin
Sun, Mar 03 2024 2:39 PM
کندز کې مالدارانو ستونز ته د رسېدنې په پار کمېټه جوړه شوه

۱۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لارښوونې پر بنسټ د څارویو د زیانونو د مخنیوي په موخه د کرنې وزارت له خوا په هغو مالدارانو چې د واورې د اورښت له امله یې څاروي له لوږې سره مخ دي، د خوراکي توکو(وښو) د وېش لړۍ پيل شوی دی.
د هغو مالدارانو د ستونزو د حل په موخه چې د واورې د اورښت له امله خپلو څارویو لپاره اړین خوراکي توکي نه لري، په مرکز کې دکرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ یوه کمېټه او یوه کمېټه په هغه ولایت کې چې مالداران ستونزې لرې ټاکل شوي دي.
په همدې موخه د څارویو د زیانونو او مالداراو ته د تاوان د مخنیوي په موخه د کندز ولایت په مقر کې بیړنۍ غونډه د یادې ستونزې د بېړنۍ حل په موخه د ولایت مقام مرستیال مولوی صاحب حبیب الرحمن صهیب، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي صاحب امان الله حسن، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، د ۲۱۷ عمری قول اردو د مسؤلینو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس، د مهاجرینو او سرې میاشتې رییس په شتون کې جوړه شوه او د ولایت مقام د مرستیال تر څارنې لاندې د اړوندو څانګو کمیټه وټاکل شوه.
ياده کمېټه د ولايت مقام د مرستيال تر څارنې لاندې يو مشخص کاري ټيم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، سرحدي چارو، قومي او د قبایلو چارو او سرې میاشت رياستونو د رئيسانو په شتون کې ټاکلی تر څو په عاجل ډول له ولسوالانو سره په همغږۍ په هغو ولسوالیو کې چې مالداران د واښو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي کار وکړي. د يادونې وړ ده، چې ياد شوى ټيم د ولايت مقام د مرستيال تر څارنې لاندې او د کرنې، اقتصاد او سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو او د لوا د قوماندان په ګډې همغږۍ هغو ځایونو ته چې څاروي په کې موقعیت لري د وښو د لېږد په موخه کار کوي او په ټولو ولسوالیو کې یې د خرڅلاو بهیر روان دی او د مالدارو لپاره د څارویو د لیږد بهیر عملا پیل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې کمېټې له لوري د مرغانو د ښکار مخه هم نيول شوې او هغه مرغان چې د يو شمېر کسانو له خوا ښکار شوي، بېرته په ځنګلونو کې خوشي شوي او عاملينو ته يې لارښوونه شوې، چې په راتلونکي کې دې له ورته کړنو ډډه وکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS