کندز کې د انټرټوکسیمیا ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو
![sss](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240303-wa0003.jpg)
د انټرټوکسیمیا ناروغۍ واکسین د پلي کولو کمپاین د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر ډاکټر نجیب الله حسن او په کندز ولایت کې د هالنډ کمیټې د دفتر مسؤل ډاکټر سمیع الله فیضی په حضور کې پرانیستل شو.
دغه کمپاين د څارويو د وقایې او د يادې ناروغۍ د کنټرول په موخه پلي کېږي.
ټاکل شوې، چې ددې کمپاین په ترڅ کې د کندز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د واکسین ۲۵۰۰۰ دوزونه پلي کېږي.