د هلمند مارجه کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
![د هلمند مارجه کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-02_at_11.28.13_b5fc3832.jpg)
۱۲ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مارجې په ولسوالی کې د نویو خپلسرو تصرفاتو د مخنیوي په ترڅ کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د ددې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر خلک غوښتل، چې غیر متصرفه ملکیتونه غصب او کورونه پرې جوړ او نیاګلي په کې کښېنوي، چې پر وخت یې د کرنې او امنیتي مسؤلینو لخوا مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاده ولسوالی کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.