اسلامي امارت د څارویو دمړینې د مخنیوي په موخه پر مالدارانو واښه وېشي

user-admin
Thu, Feb 29 2024 7:57 PM
اسلامي امارت د څارویو دمړینې د مخنیوي په موخه پر مالدارانو واښه وېشي


۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د وړاندیز پر اساس، د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء د څارویو دمړینې دمخنیوي په موخه پر هغو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي، چې څاروي یې د واورې د اورښت له امله له لوږې سره مخ دي.
دا اقدام وروسته له هغه وشوه، چې دکرنې وزیر له خوا وښو ته د نه لاس رسی په موخه د مالدارانو ستونزې او شکایتونه د افغانستان د اسلامي امارت ریاست الوزراء ته وړاندې کړی، چې په همدې موخه ریاست الوزراء دې چارې ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه؛ د څارویو د مړینې او د مالدارانو د زیانونو د مخنیوي په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمري، په مشرۍ دسرحدونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري او د اقتصاد وزیر مولوي دین محمد حنیف په شتون کې کمیټه جوړه کړه.
رییس الوزراء په لومړي ګام کې د مالدارانو څارویو لپاره په عاجله توګه د اړتیا وړ وښو د برابرولو په موخه یادې کمېټې ته ٥٠ میلیونه افغانۍ وسپارلې، ترڅو په عاجله توګه دمالدارانو څارویو ته د اړتیا وړ واښه برابر کړي. دغه راز رییس الوزراء د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې د ورښت له امله هغه مالداران، چې خپلو څارویو ته د اړتیا وړ واښه نه لري، د دوی څارویو ته د علوفې چمتو کولو په موخه هر څومره پیسې چې لګول کېږي ورکوي.
ياده کمېټه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو او قتصاد وزارتونو د مرستیالانو په شتون کې کاري ډله وټاکل، تر څو د هغو ولايتونو له واليانو سره په همغږۍ، چې په کې مالدارن د وښو له نشتون سره مخ دي په بيړنۍ توګه کار وکړي. 
ياده ډله د کرنې او سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو او د لوا قوماندان سره په همغږۍ کار کوي، تر څو علوفه هغه ځایونو ته ورسوي، چې د مالدارانو څاروي په کې شتون لري، چې په یو شمېر ولایتونو کې د مالدارانو څارویو لپاره د علوفې د پېر او لېږد لړۍ عملا پیل شوی ده.

امارت اسلامی به منظور جلوگیری از تلفات مواشی برای مالداران علوفه توزیع می‌کند 
۱۰ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان مطابق به پیشنهاد وزارت زراعت جهت جلوگیری از تلفات مواشی برای مالدارانی که به دلیل بارش برف مواشی شان با گرسنگی مواجه است علوفه توزیع می‌کند.
این اقدام پس از شکایت مالداران مبنی بر عدم دسترسی شان به علوفه از سوی وزیر زراعت با مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان پیشنهاد شد که بدین منظور ریاست الوزرا جهت جلوگیری از تلفات مواشی و خساره‌مند شدن مالداران کمیتی را با حضور مولوی عطاءالله عمری وزير زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی نورالله نوری وزير سرحدات اقوام و قبایل و  مولوی دین محمد حنیف وزير اقتصاد به هدف رسيدگی عاجل به موضوع تعین نمود.
رئیس الوزرا امارت اسلامی افغانستان در قدم نخست مبلغ ۵۰ میلیون افغانی را به کمیته موظف سپرد تا به گونه عاجل علوفه لازم را برای مالداران تامین نمایند و همچنین رئیس الوزرا به کمیته رسيدگی به مشکلات مالداران اطمینان داد که هر مبلغی که جهت تامین علوفه برای مالدارانی که به سبب ریزش برف شدید در ولایت‌های مختلف کشور علوفه لازم را برای مواشی خود ندارند را پرداخت می‌نمایید.
کمیته متذکره  تیم کاری مشخص را به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با حضور معینان وزارت‌های امور سرحدات اقوام و قبایل و اقتصاد توظیف نمود تا به گونه عاجل در هماهنگی با والیان ولایت‌های که در آن مالداران به مشکل نبود علوفه مواجه شدند کار نمایند.
تیم متذکره در هماهنگی مشترک  والی ولایت و ریاست‌های زراعت، اقتصاد و سرحدات و اقوام و قبایل و قومندان لوا کار می‌نمایند تا علوفه را به مکان‌های که مواشی مالداران در آن موقعیت دارد برسانند که در برخی از ولایت‌ها روند خریداری و انتقال علوفه برای مالداران عملا آغاز شده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS