د لغمان بادپښ کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Thu, Feb 29 2024 12:08 PM
د لغمان بادپښ کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه پنځه چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالی د شاګولیانو په سیمه کې د ۱۲۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډم جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه چکډم د رغنیزو چارو په پیل غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  کرونده کې د اوبو تنظیم او داوبولګولو د نویو تکنالوژیو رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل، بادپښ ولسوال قاري نورګل دلاور او دیادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
ددې چکډم د رغنیزو چارو په پیل غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل: «ددې چکډم د دېوال اوږدوالی ۲۳.۶ متره،لوړوالی یې پنځه متره او د یومیاشت په ترڅ کې به یې چارې بشپړې شي، چې دیاد چکډم په جوړېدو سره به له یوې خوا دخاوري د تخریب مخنیوی وشي او له بلې خوا به د باران اوبه دسېلاب په ډول په دې کې ذخیره کېږي او د شاوخوا سیمو  د څاه ګانو، کاریزونو او ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د ډېرښت لامل کېږي او دغه سيمه به په راتلونکي کې له وچکالۍ څخه وژغورل شي.»
په یادو مراسمو کې دبادپښ ولسوال وویل: «دبادپښ ولسوالی یو له هغو ولسوالیو څخه ده، چې وچکالۍ په کې زیاته ده او د زیاتو اوبو امکانات په کې نشته نو د دې چکډم په جوړېدو سره به د یادې سیمې داوبو ستونزه حل شي.»
همداراز د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبوتنظیم او د اوبولګولو دنویو تکنالوژیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل: «دامیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ٤٢٠ چکډمونه منظور شوي دي، چې له دې ډلې څخه دلغمان ولایت کې پنځه چکډمونه جوړېږي.» ښاغلی عادل وویل، چې په نړۍواله کجه اقلیم بدلون کړی او د اوبو سطحه(واټرټیبل) ښکته تللي نو د داسې چکډمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه را پورته او د اوبو له قلت څخه به مخنیوی وشي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS