د کرنې وزیر له ترکي سوداګرو سره وکتل

mail-admin
Thu, Feb 29 2024 11:18 AM
د کرنې وزیر له ترکي سوداګرو سره وکتل

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د امي ګروپ شرکت له رییس مصطفی امي اوغلي، د یاد شرکت له مرستیال موسی امي اوغلي او یوشمېر نورو ترکي سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو سوداګرو په افغانستان کې د پانګونې لپاره د خپلو لېوالتیا په اړه خبرې وکړې او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د ترکیې سوداګرو ته یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هوډ لري، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

دیدار وزیر زراعت با تجار ترکی 
۱۰ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مصطفی امی اوغلی رییس شرکت امی گروپ، موسی امی اوغلی معاون شرکت متذکره و تعدادی از تجار ترکی دیدار کرد.
در این دیدار تجار متذکره از علاقه‌مندی شأن پیرامون سرمایه‌گذاری در افغانستان سخن زده و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از فراهم بودن فرصت‌های سرمایه‌گذاری در سکتور های مختلف کشور سخن زده و اطمینان همکاری لازم را به تجار ترکی سپرد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مصمم است تا به منظور رشد و انکشاف دهی سکتور زراعت و مالداری زمینه سرمایه گذاری برای تجار داخلی و خارجی را فراهم نمایید.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS