د لغمان دوو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه جوړېږي
![د لغمان دوو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه جوړېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-02/img-20240229-wa0094.jpg)
۱۰ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو د سټروسو بڼونو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو د سټروسو نیالګي وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د علیشنګ او قرغه یي ولسوالۍ کې د سټروسو ۳۰ جریبه بڼونو جوړولو په موخه پر یوشمېر بزګرانو د لیمو او مالټې نیالګي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره د علیشنګ په ولسوالی کې ۱۵ جریبه د لیمو بڼونو جوړولو په موخه پر ۱۵ بزګرانو د لیمو ۱۹۹۵ نیالګي او د قرغه یي په ولسوالی د مالټې ۱۵ جریبه بڼونو جوړولو په موخه پر ۱۵ بزګرانو د مالټې ۱۹۹۵ نیالګي وېشل شوي دي.
ددغو بڼونو جوړول د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د سټروسو بڼونو دودول او پراختیا ښودل شوي دي.
د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لیمو پکې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي.
لغمان د هېواد يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، چې هوا يې د سټروسو مېوو د کښت لپاره غوره ثابته شوې ده.