د لغمان دوو ولسوالیو کې پر نږدې ۹۰۰ بزګرانو د مڼو او املوکو نیالګي ووېشل شوې
![د لغمان دوو ولسوالیو کې پر نږدې ۹۰۰ بزګرانو د مڼو او املوکو نیالګي ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-02/img-20240228-wa0048.jpg)
۹ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د د افغان بابینایانو دسمون مؤسسې په تخینکي همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو پر ۸۹۰ بزګرانو د مڼو او املوکو ۱۷۸۰۰ نیالګي وېشل شوي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې د علیشنګ ولسوالی پر ۵۳۴ بزګرانو پر هر بزګر د املکوکو ۲۰ نیالګي او د دولت شاه ولسوالی پر ۳۵۶ بزګرانو پر هر بزګر د مڼو ۲۰ نیالګي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د خوړو خوندیتوب، د بې وزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.