د لوګر دکرنې ریاست: د کرنې او مالدارۍ پروژو کې سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې

mail-admin
Wed, Feb 28 2024 10:24 AM
د لوګر دکرنې ریاست: د کرنې او مالدارۍ پروژو کې سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې

د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې تېر ۶ میاشتو کې ۲۵۹ نارینه او ښځینوو ته د مرکز سربېره محمد آغې او خروار ولسوالیو کې کاري زمینې برابره شوي وو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج وویل؛ دغه پروژې، چې د بشري قواو د پرمختیایي ادارې لخوا د نږدې لس میلیونه افغانیو په مالې ملاتړ پلي شوي،  په کې ٢٥٩ کسانو لپاره ٦ میاشتنۍ کاري فرصتونه برابر شوي وو.
د ویلو وړ ده، چې په یاده پروژه کې نارینو ته د کانالونو د کېندلو او پاکولو په برخه کې او دغه راز بېوزلو ښځو ته د چرګانو د کوچنیو فارمونو جوړول برخه کې کار زمینې برابرې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې لومړی ۶ میاشتنۍ پړاو بشپړ شوی او دوهم ۶ میاشتنې پړاو به یې هم په را روانه میاشت کې پیل شي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا او په ټوله کې بېوزله خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS