ارزګان کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه وشوه
![ارزګان کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-02-26_at_10.56.39_1f5395e1.jpg)
۷ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له خوا، په دې ولایت کې د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څارنه او ارزونه ترسره شوه.
دیادې څارنې په ترڅ کې د لبني توکو د پېر- پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح شو او دغه راز دوی ته سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د ځانګړې طرزالعمل له مخې مخته وړي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کې لازم خدمات وړاندې شي.
دغه راز یادو پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوی په موخه د ځانګړو جالیو کارولو، حفظ الصحې رعایتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې ته پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه د ټاکلي پلاوي لخوا څخه ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.