بلخ ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
Thu, Feb 22 2024 12:24 PM
بلخ ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، چې کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني په شتون کې د یوه پلاوي په ترکیب کې بلخ ولایت ته سفر کړی دی، د دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه او ددې ولایت د کرنې رییس او کارکوونکو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل.
 په دې کتنه کې د بلخ ولايت د کرنې رييس مولوي شمس الدين خالد د دغه رياست د کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې او دغه راز يې دغه ولايت ته د کرنې وزارت له مشرتابه څخه د لا زياتې مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره مل پلاوي په بلخ ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې له خوا د ملخانو پر وړاندې د مجادلوي ماشین (یو ال) تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ.
نوموړي ددغو ورکشاپونو جوړېدل د هېواد په کچه ګټور او ارزښتناک وبلل او وروسته یې ټولو هغو کارکوونکو ته چې له بېلابېلو ولایتونو څخه یې په دغه ورکشاپ کې برخه اخیستې وه، ښه راغلاست ووایه او له هغوی یې وغوښتل چې د خلکو د خدمت په برخه کې لا ښه او ډېر فعالیتونه ترسره کړي. همدارنګه د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه ډول پروګرامونو له پلي کولو څخه خپل ملاتړ څرګند او له یادو بنسټونو سره یې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

سفر معین زراعت  و مالداری به ولایت بلخ
۳ حوت ۱۴۰۲  هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که در ترکیب یک هییت عالی رتبه به ولایت بلخ سفر کرده است از ریاست زراعتُ آبیاری و مالداری آن ولایت بازدید کرد.
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت، و مالداری که در ترکیب یک هییت با حضور مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم‌های بذری به ولایت بلخ سفر کرده در جریان این سفر از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت بازدید کرده و مشکلات، پیشنهادات، و نظریات رییس و کارمندان زراعت آن ولایت را استماع نمود. 
در جریان این دیدار مولوی شمس الدین خالد رییس زراعت ولایت بلخ گزارش کارکردها و دستاورد های آن ریاست را بیان کرده و همچنان خواستار حمایت و توجه بیشتر رهبری وزارت زراعت به آن ولایت شد.
معین زراعت و مالداری و هییت همراهش به ورکشاپ آموزشی تحت عنوان ماشین‌های مجادلوی (یو ال) در مجادله به ملخ از طرف دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد مقیم ولایت بلخ برگزار شده بود اشتراک نموده و  برگزاری همچنین ورکشاپ‌ها را در سطح کشور مفید و ارزنده توصیف نموده و بعداً  به تمام کارمندان که از ولایات مختلف در این ورکشاپ اشتراک داشتند خوش آمدید گفته  و از آنها خواست  فعالیت‌های بهتر و بیشتری در زمینه‌ای خدمت رسانی به مردم انجام دهند. همچنان معین زراعت و مالداری  از  تطبیق همچون برنامه‌ها ابراز حمایت نموده و اطمینان  هر  نوع کمک و همکاری را  با مؤسسات سپرد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS