پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
۳ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی د خپلو دندو په اساس د تخنیکي پلاوي د رییس مولوی محمد رحیم نعماني په مشرۍ او د تخنیکي پلاوي غړو په ګډون د احمدشاه مسعود ښارګوټې ترڅنګ یوشمېر نورې ځمکې بررسي او د یادو ځمکو څارنه وکړه.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.