د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په غونډه کې د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي ګډون

mail-admin
Wed, Feb 21 2024 3:12 PM
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په غونډه کې د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي ګډون

۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ پلاوی، چې په ترکیب کې یې ددې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د وزارت د مقام مرستیال میرویس خوګیانی او د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین حضور درلود، په کابل کې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره د ایراني پلاوي په سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې ناسته کې دوی په افغانستان او ایران کې د پانګونې له فرصتونو څخه د استفادې په اړه خبرې وکړې او ایراني پلاوي په افغانستان کې له پانګونې او کار کولو سره خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د صنايعو او سوداګرۍ مرستیال مولوي قدرت الله جمال، په کابل کې د ايران سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي، د ایران د خراسان رضوي د والي اقتصادي مرستيال چمندي، د ایران کرنې جهاد وزارت کې د خپلواکۍ جهاد ادارې مدیر ښاغلی همتي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال مومند، د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خانجان الکوزي، د داوړو هېوادونو یوشمېر سوداګر او پانګوال حضور درلود او د ګډ کار او بار په اړه یې خبرې وکړې.
د دې غونډې ويناوالو په بېلابېلو برخو لکه کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او صنعت کې د عملي کار او پانګونې او د دواړو هېوادونو د ګډ کار په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
د ایران دکرنې جهاد او اقتصاد وزارت مرستیال څرګنده کړه، چې دغه هېواد چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره د کرنې، زېر بناوو جوړولو، د بزګرانو د روزنې او د کرنې او مالدارۍ د کارپوهانو  په برخه کې کار وکړي. دغه راز حاضرو سوداګرو له دغه پلاوي څخه وغوښتل، چې د ايران په بندرونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او له ايراني خاورې څخه د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې همکاري وکړي.
د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم په دې غونډه کې وویل:«ایران د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې ښې تجربې لري، اړیتا ده چې په ګډه کار وکړو او د یو بل له تجربو ګټه واخلو، د خوړو خوندیتوب په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې یوه ګډه مسله ده، چې موږ کولی شو همکاري وکړو.د اسلامي امارت پالیسي د ټولو هیوادونو لپاره روښانه ده، موږ په کار کې کومه ستونزه نه لرو، تر ټولو مهمه خبره امنیت دی، چې امنیت تامین دی او که د بدیل معیشت په برخه کې کار وکړو، خلک به د نشه یي توکو کرکيلې ته زړه ښه نه کړي. که څه هم اوس مهال د نشه یي توکو کښت صفر دی، که چیرې موږ د هغې په بدیل کار وکړو، نو خلک به په راتلونکي کې دا کښت ونه کړي، موږ په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو یو او د ایراني پانګوالو او ایراني حکومت څخه د پانګونې د همکارۍ هیله کوو.»


اشتراک هیئت تخنیکی وزارت زراعت در نشست تجاری افغانستان و ایران
۲ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که در ترکیب آن انجینر عتیق‌الله‌مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت و مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه حضور داشتند در نشست تجاری هیئت ایرانی با تاجران و سرمایه گذاران افغانستان در کابل اشتراک نمودند.
در این نشست روی استفاده از فرصت‌های سرمایه‌گذاری در کشور افغانستان و ایران صحبت گردید و هیئت ایرانی اظهار علاقه‌مندی نمودند که در  افغانستان سرمایه‌گذاری و کار می‌نمایند.
 در این مجلس مولوی قدرت الله جمال معین امور صنعت و تجارت وزارت صنعت و تجارت افغانستان، سید حسن مرتضوی معاون سفارت ایران در کابل، چمندی معاون اقتصادی استاندار خراسان رضوی ایران، آقای همتی مدیر عامل سازمان جهاد استقلال در وزارت جهاد کشاورزی ایران، محمد یونس مومند معاون اتاق تجارت و سرمایه گذاری، خان‌جان الکوزی عضو اتاق تجارت و سرمایه گذاری و جمع کثیری از تاجران و سرمایه‌گذاران دو کشور حضور داشته و در مورد کار و بار مشترک صحبت نمودند.
صحبت کننده‌گان این نشست روی کارهای عملی و سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف چون زراعت، مالداری، باغداری و صنعت و کار مشترک دو کشور به گونه تفصیلی گفتگو نمودند.
 معاون وزارت اقتصاد و جهاد کشاورزی ایران اظهار داشت که این کشور آماده‌است در بخش‌های زراعت، آموزش دهقانان و متخصصان زراعت و مالداری و ایجاد زیر ساخت‌ها با مردم افغانستان کار نمایند.
همچنان تاجران حاضر از هیئت خواستار آوردن سهولت‌ها در بنادر ایران و حمل و نقل کالا از خاک ایران شدند.
انجینر عتیق‌الله‌مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت در این مجلس گفت:" ایران دارای تجارب بهتر در زراعت، مالداری و باغداری می‌باشد نیاز است مشترک کاری کنیم و از تجارب یک دیگراستفاده کنیم، امنیت غذایی موضوع مشترک در تمام جهان، به خصوص کشورهایی‌که دارای همسایگی می‌باشند که می‌توانیم همکاری کنیم، پالیسی امارت اسلامی برای همه کشورها واضح است، هیچ مشکلی برای کار و بار نداریم، از همه مهمتر امنیت است که تامین است و اگر روی بدیل معیشت کار شود دیگر مردم علاقه‌مند کشت مواد مخدر نمی‌باشند، هر چند کشت مواد مخدر فعلآ صفر گردیده‌است، اگر روی بدیل آن  کار شود مردم در آینده به کشت آن دست نخواهند زد، در این بخش‌ها ما آماده همکاری می‌باشیم و آرزوی همکاری سرمایه‌گذاری سرمایه‌گزاران ایرانی و دولت ایران می‌باشیم".

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS