د کندهاردکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې چارواکو سره وکتل 

mail-admin
Wed, Feb 21 2024 10:48 AM

دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې د سرچینو رییس الیکس، د رییس سلاکار، په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بېرړنیو مرستو مسوول احمد فیروز آرین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې غونډې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو مننه وکړه، چې تل یې ددې ولایت د کرنې ریاست، بزګرانو او مالدارانو سره مرستې او همکارۍ کړي دي.
ښاغلی فضلي د کندهار دکروندګرو او بڼوالو ستونزې او ننګونې له یادو چارواکو سره شریکې کړل او دوی ته یې ډاډ څرګند کړ، چې دکندهار دکرنې ریاست په هره برخه کې له دوی سره همکار او د دوی د پروګرامونو په پلي کولو کې همکاري کوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې د سرچینو رییس الیکس د کندهار ولایت لپاره د یادې ادارې پلانونه او طرحې د کندهار دکرنې رییس ته وړاندې کړل. هغه دغه راز په خپلو خبرو کې وویل: «هڅه کوو ترڅو په تړۍوالو غونډو کې د افغانستان لپاره د مرستو لړۍ روانه وساتو. په نړوۍوالو کنفرانوسونو کې مو په ځلونو په مرستندویو بنسټونو غږ کړئ، چې افغانان مه هېروئ او له دوی سره په هره برخه کې مرستې وکړئ.» 
دغه راز په دې غونډه کې د مالدارۍ په برخه کې هم ستونزې او ننګونې له یادو چارواکو سره شریک او له دوی څخه وغوښتل شو، چې په یاده برخه کې د مالدارانو لپاره د مرستې زمینه برابره کړي، چې د یادو چارواکو له خوا دهمکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS